داصلاحاتو غورځنګ او دعدم تشدد سیاست

محمد بشیر هاتف09.10.2011 23:13


دعدم تشدد سیاست چې نن سبا په توله دنیا کې کامیاب او منلی سیاست دی دلومړی ځل لپاره دافغانانو له ټاټوبی نه سر چینه اخیستی . دغه سیاست که څه هم چې دځینو په اند دپښتنو په منځ کی سمه نتیجه ورنکړه خو لکه چې لیدل کیږی نن سبا دنړی دډیرو وتلو او پیژندل شویو سیایتوالو او مبارزینو دالهام یوه منل شوی منبع ده.

په هغه زمانه کې چې فخر افغان دعدم تشدد غږ اوچت کړی و، انګلیسانو دافغانستان په خاوره کې ماته خوړلې وه او دی سره دکوزی پښتونخوا جګړه ییزه روحیه هم ډیره اوچته شوی وه . کوزه پښتونخواه چې دافغانستان په ازادۍ کې ستر رول لوبولی و، پرتورې او پوځی ډګر باندی ډیره زیاته عقید درلوده ځکه خو دپاچا خان ځینو نږدی ملګرو هم ورسره پوره ملا ونه تړله. خو هندوانو او دهندوستان ولسی مشر مهاتما ګاندی له دی مفکورې نه پوره پوره ګټه پورته کړه او دخپلو ولسونو دویښتابه له لاری دهند په نیمه وچه کې یې یو ستر انقلاب را منځته کړ چې پر وینې تویدنی نه بلکې دولس پر سوله ییز پاڅون باندی ولاړ و.

افغانانو تر دی وروسته یو ځلی بیا د تورې او دجګړو لوی لوی ازمایښتونه یې شاته کړل او ډیر میدانونه یې وګټل خو دهغه سیاست ځای اوس هم تش دی چې په ولسواکۍ کې دجمهوریت رښتینې هینداره وی.
زمونږ ولس جنګیږی ، وینه تویوی اوقربانی ورکوی خو داپوښتنه روښانه نه شوه چې دا هرڅه ولی او دڅه لپاره ؟
دتوپک په زور دخپلواکۍ دترلاسه کولو مفکوره او پر افغانانو باندی د لویو قدرتونو جابرانه واکداری، مونږ ته یو کلتور په میراث پریښی دی او هغه دا چې وسلواله مبارزه دخپل حق دترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره مبارزه ده.
دی مبارزې او دی کلتور خو مونږ تر دی ځایه را رسولی یو چې دلسیزو په اوږدو کې مونږه جګړی کړی او مونږه قربانۍ ورکړی دی تر څو نورو ته دواکدارۍ زمینه برابره کړو او پخپله دخپلو روا حقوقو دترلاسه کولو لپاره لالهانده وګرځو .
خو په ټولنه کې دټولنیز عدالت او انسانی حقوقو دترلاسه کولو مبارزه په اصل کې دموکراتیکه مبارزه ده چې ښایی پر دموکراتیکو اصولو ولاړه وی.

تاریخی تجربو ثابته کړی ده چې افغانان دجګړې په میدان کې له چانه ماته نه ده خوړلې خو د سیاسیت په ډګر کې له چانه هم نه دی ګټلی .

ددی څرګند حقیقت دلیل دا دی چې ټولنیز عدالت او انسانی حقوق یوازی دعدم تشدد دسیایت له لاری تر لاسه کیدای شی. دی لپاره چې انسان په ټولنه کې دانسانی ټولنې دیوې برخې په توګه خبل ځای او موقف ترلاسه کړی، تر هرڅه وړاندی باید خپل حقوق و پیژنی او دپوره ویښتیا په اډانه کې داسی مبارزه پیل کړی چې دحقوقو دلا تلفیدو لاره اواره نکړی.
دټولنیزې بی عدالتۍ پر وړاندی مبارزه په خپله دتشدد پر وړاندې مبارزه ده ځکه چې بی عدالتی پخپله تشدد رامنځته کوی، دتشدد پر وړاندی مبارزه بی له شکه چې دعدم تشدد مبارزه ده .
کامیابه مبارزه هغه ده چې ولسونه دخپلو روا غوښتنو دترلاسه کولو لپاره وهڅوی او په ولسی زور دزور واکۍ او بی عدالتۍ مخه ونیسی.

په دنیا کې داسی ځواک نشته چې دیوه ملت اراده له منځه یوسی او یا دملی پاڅون مخه دب کړی.
په دی ځای کې دعدم تشدد دسیاست دپلار فخر افغان یوه لنډه وینا رانقلوم چې:( د دولتي دفتر په مخکې کېني، چارواکو ته ووایي، دا هغه څه دي چې خلک یې غواړي او ستاسو پالیسۍ سمې نه دي، لطفاً خپلې پالیسۍ اصلاح کړئ. که تاسو خپلې پالیسۍ بدلې نه کړئ، دی د لوږې اعتصاب کوي، همدلته کیني او نه ښوري.)

یو والی او ویښبیا دعدم تشدد دمبارزې بنیادی شرطونه دی او بی له شکه چې بشپړی کایابۍ ته درسیدو شرطونه هم دا دی.

داصلاحاتو غورځنګ چې دیوه اصلاحی اپوزیسیون په بڼه دبیلا بیلو سیاسی ګوندونو ، ټولینزو شوری ګانو ، قومی مشرانو او شوری ګانو ، ځوانانو له اتحادیو،ټولنیز و شخصیتونو او دافغانستان له پاک زړې ولس نه جوړ شوی اود ټولنیز عدالت درامنځته کیدو لپاره اصلاحی مبارزه کوی ، خپل سیاست دعدم تشدد پر اصولو باندی درولی دی او ددی دردیدلی قوم دیووالی او ویښتابه په اډانه کې داړینو بدلونونو دراوستواراده لری .

مونږ پوره باور لرو چې د ولس اراده به ډیر ژر دلویو سیاسی بدلونونو زیری راوړی .
داصلاحتو غورځنګ دچا دښمن نه دی او نه هم ددښمنۍ لاره غوره کوی خو له هغو سره به کله هم ددوستۍ لاس ورنکړی چې دولس حقوقو ته درناوی نه لری او سیاسیت دولسی غوښتنو پر بنسټ نه عیاروی